شاهین ویلي،ستونزې شته دی، خو دا په دې کچه نه دي،چې د اسلامي امارت پایښت وننګوي.
هغه زیاته کړې،لومړنۍ موخه یې پر اقتصادي ستونزو غلبه ده او سره له دې چې د ملت پیسې امریکا بندې کړي،خو له ګمرکي او مالیاتي سرچېنو یې د وزارت خونو د کار کوونکو تنخواوې ورکړي دي.
په ورته وختکې هغه دا هم ویلي، چې د پنځلس اروپایي هېوادونو له سفیرانو سره یې لیدلي او هغوی ټولو د همکارۍ ژمنه کړې.