په کابل کې د متحده عرب اماراتو د سفارت له بیا پرانېستل کېدو وروسته سعودي عربستان هم غواړي،چې خپل سفارت پرانیزي.
ځینو عربي رسنیو خبر ورکړی دی، چې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت له بندولو درې میاشتې وروسته په دې غور کوي، چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
تمه ده،چې نور پاتې هېوادونه به هم یو له بل پسې بیرته خپل سفارتونه پرانیزي او ډیپلوماټیکې اړیکې به پیاوړې شي.
تر دې وړاندې جرمني هم لېوالتیا ښودلې وه،چې بېرته خپل سفارت پرانیزي.
چارواکي وايي، دغه چاره د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو بهیر کې مهمه یادوي.