د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« اندیښنه مو دا ده، که ټول تښتیدلي مجرمین ونه نیول شي، یو ځل بیا به په جرمونول لاس پورې کړي، نو زموږ هېله دا ده،چې ټول بېرته ونیول شي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،هغه مجرمین چې له زندانه تښتیدلي دي، باید بېرته ژر تر ژره ونیول شي که ونه نیول شي ، بېرته به پر ناوړه چارو لاس پورې کړي.»
د دې تر څنګ یو شمیر کسان چې د خپلو قضیو د هواري په موخه استناف څارنوالي ته راغلي له مسوولینو غواړي،چې په هواري کې یې مرسته وکړي او خپل حق ور وسپاري.
د پکتیا اوسېدونکی عرب ګل وايي:« دوه کاله کېږي،چې زما له چا سره یوه مسئله درلوده، خو ما عریضه نه کوله.اوس چې اسلامي امارت حاکم شوی،ورته عارض شوم او هېله لرم چې خپل حق به راوسپاري.»
پکتیا استناف څارنوالي ډاډ ور کوي،چې مرکز ګردیز او یو شمیر ولسوالیو کې عدلیي او قضایي ادارې فعالې دي او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې قضیې پر وخت وڅېړل شي.