د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت، افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او وايي، دوی به په قطر کې د خپل سفارت له لارې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې وي.
یاد وزارت زیاتوي، اسلامي امارت باید افغانستان کې داسې نوی حکومت رامنځته کړي،چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په کې تضمین وي.
دا په داسې حال کې ده، پرون د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د امارت غېږه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده او ټولو هغو افغانانو ته به په حکومت کې د خدمت زمینه برابروي،چې وړتیا ولري.