Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امر باالمعروف وزارت له لوري خپور شوي مکتوب د رسنیو ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

د امرباالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت له لوري پر رسنیو ځينو محدودیتونو د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي او زیاتوي،چې له دغو بندیزونو سره به یو شمېر رسنۍ وتړل شي.

د خبریالانو  ټولنه وايي، که د یاد وزارت له لوري خپور شوی مکتبوب بشپړ عملي شي، لیرې نه ده،چې ګڼې فعاله تصویري رسنۍ خپل فعالیت ودروي.

د یادې ټولنې غړی حجت الله مجددي وايي:« که دغه مکتوب ټکی په ټکي عملي شي،په هېواد کې ځنې رسنۍ له لاسه ورکوو. موږ په تفریحي او اجتماعي برخو کي لېدونکي لرو او موږ د دې وړتیا نه لرو، چي سیریالونه او فلمونه جوړ کړو.»

 دوی له اسلامي امارت څخه د یوې کمیټې جوړولو غوښتنه لري او په خبره یې  ښه به دا وه،چې د بندیزونو له لګولو وړاندې د رسنیو استازو سره مشوري ترسره شي.

د خبریالانو ټولنې مشر حفیظ الله بارکزی وايي:«بهرني فلمونه او سیریالونه په هېواد کې دوبله کیږي او هغه څه چي د هېواد د قوانینو خلاف دي،پاک کیږي. زموږ غوښتنه داده،چي یوه کمیټه جوړه شي او کار وکړي.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، خپور شوی مکتوب رسنیو سره د مشورې په توګه شریک شوی،تر څو یو شمېر رسنۍ خپلو سرغړونو ته متوجه او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي  وايي:« کوم مکتوب چي خپور شوی، د یوې غوښتنې په توګه له رسنیو سره شریک شوی دی، چې د هېواد د ملي منافعو لپاره کار وشي،ترڅو رسنۍ د وسیلې په توګه د عامه اذهانو د تنویر په برخه کي کار وکړي.»

دا نوې کړنلاره د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا چمتو شوې،چې د رسنیو او خبریالانو له استازو سره په غونډه کې دوی ته اورول شوې ده.

د دغو اصولو له مخې تلویزیونونه باید داسې ډرامې او تمثیلي پروګرامونه خپاره نه کړي،چې لوبغاړې یا تمثیلوونکي یي ښځې وي، کومیډي او تفریحي پروګرامونه دې داسې نه چمتو کېږي،چې چا ته په کې سپکاوی وشي٬ دا خپور شوي مکتوب اته مادې لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist