Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا کانګرس افغانستان کې د امریکا  ناکامۍ په اړه د پلټنو یو کمېسیون جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

په افغانستان کې له نویو تحولاتو درې میاشتې وروسته د امریکا کانګرس غړو په افغانستان کې د امریکا شل کلن دیپلوماتیک او پوځي شتون د پیل او پای په اړه د پلټنو پرېکړه کړېؤ ترڅو څرګنده کړي چې دغه تحول د امریکا پر ګټه که پر زیان وو.

د دې لپاره یو کمېسیون ټاکل کېږي،چې په پایلو کې ښکاره کړي، افغانستان کې یې ماموریت او اوس چې کوم نوي تحولات راغلي دا هرڅه څنګه رامنځ ته شول.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، افغانستان کې اوس د امریکا د ګټو حکومت نه شته او واشنګټن له دې شل کلنې ارزیابۍ غواړي، طالبانو سره د اړیکو لپاره یوه نوې لار وکاږي.

شنونکی عبدالحی قانت وايي:« اوسني حکومت ته د کانګرس ارزیابي هېڅ مانا نه لري، اوس چې کوم حکومت دی،هغه د امریکا د ګټو حکومت افغانستان کې نه ده جوړ افغانستان کې داسې حکومت جوړ شوی ده،چې امریکا لار ګوري څنګه ورسره د تعامل لار پیداکړي. دا د امریکا کورنۍ موضوع ده او په افغانستان کې پر نوي حکومت هېڅ اغیز نه لري.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کمېسیون به کله کار پیلوي.

خو امریکایان هڅه کوي، افغانستان کې د ماتې په اړه پوه شي،چې دا هرڅه څنګه پای ته ورسېدل.

کانګرس د هغو لګښتونو ارزونه هم کوي،چې امریکا په تیرو شلو کلونو کې افغانستان کې لګولي دي.

شنونکي وايي، امریکا کې هر ډول تصمیم نیول د افغانستان په وضیعت اغېز لري او اوس د افغانستان برخلیک له نړۍ پورې تړلی دی.

شنونکی ویس ناصري وايي:«  امریکا کې چې کوم تصمیم نیول کېږي،پر افغانستان اغېز لري، په دې خاطر چې افغانستان فقیر او بېوزله ده او زموږ برخلیک له بده مرغه دوی پورې تړلی ده. دا ښه ده،چې د نظام د سقوط او  د امریکا کړنو په اړه تحقیق وشي.»

کانګرس د خپلو امریکایي سرتېرو د وژل کېدو او دغه راز د هغو افغان سرتېرو د وژنې شمېر ته هم د کتنې وړاندیز کړی دی،چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په پایله کې وژل شوي دي.

خو له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتلو پر نړیواله کچه د امریکا ماموریت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

شنونکی  قریب الرحمن شهاب  وايي:«له کمېټې د امریکایانو هدف دای،چې له یوه لوري نړیوالو ته قناعت ورکړي،چې د دوی راوتل معقول کار وه. دویمه مسله داده،چې افغانستان کې راتلونکې لپاره د نوي حکومت سره اړیکې پیل کوي،هغه باید یو دلیل ولري.»

د چین او روسیې په ګډون ایران هم د امریکا وتل له افغانستان څخه د واشنګټن بې شرمانه ماتې بللې ده او افغانستان کې یې د روان وضیعت مسوولیت او ملامتي په لویدځ اچولې ده،چې هرڅه یې ویجاړ پرې ښودل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist