• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: کابل کې د متحده عرب امارتو سفارت پرانېسته په غیر مستقیم ډول د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په مانا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

متحده عرب اماراتو هم د نورو  هېوادونو په څېر  افغانستان کې  د پخواني نظام له سقوط وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی و،خو اوس یې بیرته پرانیست،چې پر کور دننه له هرکلي سره مخ دی.

تحلیل کوونکي وايي،که څه هم د متحده عرب امارتو د سفارت فعالیت په کابل کې یو  اړخېز دی،خو دغه کار په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د نوي نظام پر رسمیت پیژندل دي. 

 تحلیل کوونکی عزیز معارج  وايي:«د متحده عرب اماراتو لکه د نورو هیوادونو چې سفارتونه یې کابل کې شته،خپل سفارت په یو اړخېزه توګه فعاله کړی او اړیکې یې جوړې کړي. دا ډېره زیاته اغېزه کوي هم د مرستو له لحاظه او هم له دې پلوه چې نور هېوادونه هڅول کېږي،چې په افغانستان کې خپل سفارتونه خلاص کړي او د امارتو د سفارت بیا پرانېستې ګټې دا دي،چې دغه هېواد په غیر مستقیمه توګه افغانستان پر رسمیت پیژني.»

ځنې په دې باور دي،چې په کابل کې  د متحده عرب امارتو د سفارت پرانېسته تر هغه مهاله اسلامي امارت ته نړیوال مشروعیت نه شي ورکولای،ترڅو هغوی هم په ورته ډول افغان استازی د سفیر په توګه نه وي منلی.

تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« دا چې متحده عرب امارتو په کابل کې خپل سفارت خلاص کړی نیک دی،خو دا نه شي کولای،چې اسلامي امارت ته مشروعیت ورکړي او اسلامي امارت هغه مهال مشروعیت ترلاسه کولای شي،چې  د افغانستان استازی په متحده عرب امارتو او المان کې د سفیر په توګه ومنل شي.»

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي،په کابل کې د متحده عرب امارتو د سفارت پرانېسته له نړۍ د رسمي اړیکو په برخه کې ښه پرمختګ دی او ډېر ژر به یو شمیر نور هېوادونه هم چې کابل کې یې خپل سفارتونه تړلي دي،بېرته پرانېزي.

سمنګاني زیاته کړه:«په کابل کې د متحده عرب امارتو د سفارت بیا پرانېسته له نړۍ سره  د سیاسي او رسمي تعامل په برخه کې یو ښه پرمختګ دی. یو شمیر نور هېوادونه هم چمتو دي،چې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک فعالیتونه له سره پیل کړي. موږ چمتو یو،چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو یوې نوې لړۍ ته داخل شو،چې ګټوره وي.»

ویل کېږي،چې د جرمني سفارت به هم ډېر ژر په کابل کې خپل فعالیت پیل کړي او د یو طرفه دیپلوماتیکو اړیکو پر اساس به له افغانستان سره تعامل ته داخل شي.

دپاکستان،روسیې،ازبکستان،ایران،ترکیې او متحده عرب اماراتو سربېره له لسو زیات د سیمې او ګاونډي هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه لري او خپلې اړوندې چارې پرمخ بیايي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist