د اطلاعات او کلتور او د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو پرون د رسنیو له استازو سره د لا همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
اسلامي امارت ویلي، رسنۍ یې د سر سترګې دي، ملاتړ یې کوي؛ خو زیاته کړې یې ده چې رسنۍ هم باید د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي.
اسلامي امارت ویلي، رسنۍ د منبر حیثیت لري، چې باید ولس نیکو کارونو ته راوبولي او د نوي نسل او عام ولس ذهنونه روښانه کړي.
د مسوولینو په خبره، ټول هغه فلمونه او سریالونه،چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف وي او ټول هغه بحثونه چې د چا شخصي حریم ته سپکاوی کېږي او یا د ملي ګټو مخالف وي باید بند شي.