د نومبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ، سږ کال پر افغان ماشومانو په داسې حال کې راغله، چې نړۍ یې پر ستونزو او بدمرغیو غږېږي.
په کابل کې د یتیمو ماشومانو یوه روزنتون مسوولین وايي، دلته د یتیمو ماشومانو لپاره د اوسېدو ځای تر څنګ د زده کړو زمینه له وړاندې برابره وه، خو په خبره یې اوس چارې ټکنۍ شوې او ستونزې يې زیاتې شوي دي.
د یتیمو ماشومانو د روزنتون یوه ښوونکې وايي:« زموږ د څو میاشتو تنخواوې ځنډېدلي دي او د ماشومانو لپاره د خوراک او امکاناتو له کمښت سره مخ یو.غوښتنه مو دا ده، چې مسولین دې زموږ ستونزو ته پام وکړي.»
په دغه روزنتون کې ډېری ماشومان د جګړې له قربانیانو پاتې دي، چې مسوولیت حکومت پر غاړه اخېستی او زمینه یې ورته برابره کړې ده.
ماشومان وايي، امکانات یې کم شوي او له ګڼو ستونزو سره مل د ژوند ګزاره روانه ساتي.
یو تن یتیم ماشوم وايي:« زما پلار وفات شوی دی او یتیم یم. زموږ لپاره وړاندې د خوراک او اوسېدو پوره امکانات موجود ول، خو اوس مو ستونزې زیاتې شوي او امکانات مو کم شوي دي.»
په دغه روزنتون کې به هر کال مراسم تر سره کېدل، خو سږ کال تر دې محدود وو، چې یوازې یوه خیریه بنسټ ورته د ګوتو په شمار کتابونه راوړي وو.
اخوا په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل هم د ماشومانو پر روان حالت اندېښنه ښودلې او له حکومته یې دغې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
لعل ګل زیاتوي:«په افغانستان کې د ماشومانو ستونزې اوسنۍ نه دي او له تېر حکومته په میراث کې پاتې دي. هغه شان چې اړینه وه، تر اوسه پورې د دوی ستونزو ته پام نه دی شوی. د صحت تر څنګ، د زده کړو او خوارځواکۍ ستونزې له نورو زیاتې دي، چې افغان ماشومان ورسره مخ دي.»
په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف هم اندېښنه ښوودلې او دا ورځ یې توره بللې، خو اسلامي امارات یې په اړه غبرګون ښودلی.
د اسلامي امارت مسوولینو ټينګار کړی، چې د افغان ماشومانو وضعیت دومره بد نه دی، چې څومره یې په اړه تبلیغات کېدونکي دي.
اسلامي امارت د راتلونکې په اړه د بد حالت مسوولیت پر نړیوالو اچولی دی.