د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان ریچارډ کلارک ویلي، لا هم وړتیا لري، چې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.
ریچارډ کلارک ویلي، له طالبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم د دې کار لپاره زړه ښه کوي، خو په وینا یې که په افغانستان کې احتمالي ګواښ رامنځته شي، امریکا یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، دوی لا هم له افغانستانه اطلاعات ټولولی شي او د دې وړتیا لري، چې ترهګرې ډلې وڅاري.