Skip to content
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که افغان لوری ترې وغواړي، دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې سترې پانګونې وکړي.
کابلوف ویلي، افغانستان پراخې او قېمتي طبیعي زېرمې لري، چې د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړې، که افغانستان ترې وغواړي او روسي پانګه وال تیار شي، نو دوی لېوالتیا لري، چې افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې سترې پانګونې وکړي.
کابلوف تمه ښوودلې ده، چې نور په افغانستان کې جګړې ختمې او دایمي ثبات سیمې او افغانستان ته راستون شي.