وېسټ زیاته کړې:« کانګرس ته د طالبانو په لیک کې د بشري او اقتصادي ناورین په اړه حقایق په ناسمه توګه وړاندې شوې دي. له بده مرغه افغانستان تر اګسټ میاشتې وړاندې له بد بشري ناورین سره مخ وو او دا بشري ناورین، د جګړې، څو کلنې وچکالۍ او د کورونا وبا له امله رامنځ ته شوی وو.»
وېسټ وايي، د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې غوښتنه ځکه نه منل کېږي،چې د دوی یو لړ شرایط لا تر اوسه نه دي پلي شوي،چې پر بنسټ یې سیاسي اړیکې دوام پیدا کړي.
وېسټ زیاتوي:«موږ طالبانو ته کالونه وړاندې ویلي وو، که هغوی د مذاکراتو پر ځای د زور له لارې حکومت ترلاسه کړ،نو بندیزونه به پرې ولګول شي او همدغسې وشول، د طالبانو د رسمیت پیژندنې موضوع هغه مهال شونې ده،چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې او ښځو او لږکیو ته د کار او زده کړې د مساوي حقونو د ورکړې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.»
بل لور ته اسلامي امارات دا مني،چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه نه وو،خو په تېرو درې میاشتو کې د امریکا بندیزونو دا وضعیت لا نور هم خراب کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«هو! دا منو،چې د افغانستان اقتصادي ستونزه له څو کلونو راهیسې دوام لري،خو له تېرو درې میاشتو بندیزونو او تحریمونو د دې وضعیت په بدتر کېدو کې مهم رول لري.»
بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د ډیپلوماټیکو اصولو له مخې، کله چې د دوه لورو ترمنځ پر شرایطو ولاړې هوکړې کېږي،نو دواړه لوري اړ دي،چې شرایط بشپړ کړي او بیا هوکړه ترسره شي.
شنونکی عزیز معارج وايي:« د دوو هېوادونو ترمنځ چې خبرې وشي او شرایط هم کېښودل شي، د بیلګې په توګه د افغانستان د امریکا د رسمي پیژندلو په تړاو چې هلته شرایط ایښودل شوي دي، که یوه خوا خپل شرایط پلي نه کړي او له بل پلو سلسل مراتب هم مراعت نه کړي،چې دا لیک یې باید بهرنیو چارو وزارت ته استولی وای، نو خامخا په دې کې ډيپلوماټيک اختلاف رامنځ ته کېږي.»
وېسټ په دغه ټویټ کې بیا افغان ولس ته د مرستو رسولو ژمنتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، دغه مرستې به په مستقیم ډول افغان ولس ته رسیږي او په راتلونکي کې به هم دوام پیدا کړي.