Skip to content
د ننګرهار والي په استازيتوب امنيه قوماندان شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم د دې ولايت هوايي ډګر کې خبريالانو ته ویلي، دا هوايي ډګر د هر ډول کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو دی.
ندیم هېوادوالو او نړيوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار هوايي ډګر په امنيتي او تخنيکي لحاظ کومه ستونزه نه لري او د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې هر ډول الوتنو ته چمتو شوی دی.
ندیم ویلي، ډېر ژر به په دې هوايي ډګر کې د کورنيو او بهرنيو الوتنو شاهدان واوسي.
د ننګرهار ملکي هوايي ډګر چارسمبالي سپين غر ويلي، دوی په تخنيکي او مسلکي برخه کې چمتوالی لري او کولای شي، چې د هوايي ډګر چارې په عادي ډول پرمخ يوسي.