Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ماشوم نړیواله ورځ؛ یونیسف افغانستان کې دا ورځ نه نمانځي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/20

د نومبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ، چې له تېرې څه باندې یوې لسیزې یې افغانستان کې هم نمانځل دود شوي و، اوس یونیسف یا د ماشومانو ملاتړې اداره  وايي، د نومبر شلمه نه نمانځي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سږ کال دا ورځ افغانستان کې نه نمانځي، د افغان ماشومانو لپاره د نومبر شلمه توره ورځ ده.

د  خبرپاڼې یوه برخه:« د نومبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، افغانستان کې د یونیسف استازولي دا ورځ نه نمانځي. موږ د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او ډیجټلي فعالیتونه تړو، ترڅو وښیو، چې د افغانستان ماشومان له سخت ګواښ سره مخ دي. موږ له دې اعتراضي حرکت سره غواړو له نړۍ وغواړو، چې د افغانستان ناورین په اړه دې همدا اوس لاس په کار شي.»

افغان ماشوم له ګوډیو سره نه لوبېږي، روغتیایي ستونزې او ان لوږه هغه څه  دي، چې له افغان ماشومانو یې د ژوند یو خوږ پړاو اخېستی دی. 

د ماشومانو ملاتړ ادارې دا هم ویلي،  له ۱۴ ملیونو زیات ماشومان په افغانستان کې کافي خوړو ته لاسرسی نه ‌لري او نه ‌پوهېږي، چې راتلونکی به ‌یې څنګه کېږي؟

د نړیوالو بنستونو د خپرو شویو مالوماتو له مخې، سږ کال افغانستان کې له یو میلیون زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دا یواځې لوږه نه ده، چې د افغان ماشومانو ژوند ګواښي، کم عمرۍ کې ودونه، درانه کارونه، د ساري ناروغیو خپرېدل او له زده کړو محرومیت نورې جدي ننګونې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist