شنونکی احمد خان اندړ وايي:« نړۍ د یوه کلي په توګه اړه ده، چې له یو بل سره کار وکړي. افغانستان هم د دې نړی یو کور او نور هېوادونه اړ دي، چې د اړتیا په صورت کې مرسته ورسره وکړي. د جرمني او نیدرلنډ سفرونه افغانستان ته ګټور دي او طالبانو سره د رسمیت پېژندلو برخه کې مرسته کولی شي، خو طالبان هم باید له افراطي کړنو لاس پر سر شي. طالبان اړ دي، چې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له نړی سره تعامل وکړي.»
نړۍ که څه هم تر دې دمه اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی،خو نړیواله ټولنه ټینګار کوي، چې دلته له بشري ناورین او فاجعې د مخنیوي په موخه اړینه ده، چې له اسلامي امارت سره تعامل وشي، هغه څه چې د افغانستان حکومت هم پرې ټینګار کوي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د یونیسف ادارې هم ویلي و، چې چمتو دي د اسلامي امارت له وساطت پرته افغان ښوونکو ته د دوی معاشونه ورکړي.