د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په تازه وینا کې ویلي، د دوی ځواکونه چمتو دي، چې په خپل مسوولیت کډوال له سرحدونو واړوي، خو اروپايي هېوادونه ورته اجازه نه ورکوي.
اخوا اروپايي ټولنې پر بیلاروس تور پورې کړی، چې د کډوالو مصنوعي کړکېچ یې رامنځ ته کړی او په قصدي توګه یې یو شمېر کسان سرحدونو ته راوستلي دي.
اروپايي ټولنه وايي، بیلاروس په دې کار سره له اروپايي هېوادونو باج اخیستل غواړي.
لوکاشینکو وايي، ځواکونه یې دومره ظالمان نه دي، چې پر کډوالو هر ډول ظلم جایز وبولي او هغوی په سرحد کې بد وضعیت سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې، دغه کډوال غواړي جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو د پولنډ په څېر نورو اروپايي هېوادونو یې پر مخ پولې تړلې دي.