سیمه یيزې سرچینې وایي، هرات ولایت کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر نادر عالمي وژل شوی دی.
نوموړی دوه میاشتې وړاندې له مزارشریف ښاره تښتول شوی و.
د بلخ ملکي روغتون سرطبیب غوث الدین انوري وایي، د نادر عالمي جسد یې کورنۍ ته په لاس ورغلی دی.
اسلامي امارت ویلي، ډېر ژر به یې عاملین ونیسي او د خپلو اعمالو په جزا به یې ورسوي.