د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست اسلامي امارت ته په خطاب کې ویلي، که مشروعیت او ملاتړ غواړي، نو باید د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، ټولشموله حکومت جوړ کړي، د اقلیتونو، مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او دغه راز ټولو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
توماس ویسټ ویلي، طالبانو ته یې له پخوا روښانه کړې وه، چې که په زور واک ته ورسېږي؛ غیر بشري مرستې به پرې بندې شي، چې په وینا یې همداسې وشو.
توماس ویسټ ویلي، افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ مخکې هم اقتصادي او بشري ستونزې زیاتې وې، چې د کلونو وچکالۍ او کرونا وبا له کبله رامنځته شوې وې، خو زیاته کړې یې ده، چې امریکا به له افغان ولس سره خپلې مرستې جاري وساتي.