د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسیف سږ کال دا ورځ د افغان ماشومانو لپاره توره بللې او نه یې نمانځي، خو طالبان بیا وایي، وضعیت دومره هم ترینګلی نه دی، چې دغه سازمانونه یې په اړه ناسم تبلیغات کوي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د ماشومانو او نورو ټولو پر وړاندې د شته ناسم وضعیت مسوولیت پر نړیوالې تولنې اچوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان کې جګړه له ډېرې مودې راهیسې روانه ده او خلک ستونزې لري، خو په خبره یې که ستونزې ډېرېږي مسوولیت یې د نړیوالې ټولنې پر غاړه دی، ځکه چې تر اوسه یې له افغان ماشومانو سره اغیزمنه مرسته نه ده کړې.