Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د ښوونکو کاري اعتصاب یوې اوونۍ ته وغځېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

په کندهار ولایت کې د تنخواوو د نه ورکړې له امله له تېرې اوونۍ راهېسي ښوونکو کاري اعتصاب پيل کړی دی، چې له امله یې د زرګونه زده کوونکو زده کړې ټکنۍ شوي دي.

د کندهار د ښوونکو د ټولني غړی عبدالمالک عزیزي وایي، د تنخواوو د نه ورکړي له امله د ښوونکو کاری اعتصاب لاهم دوام لري او که د ښوونکو تنخوا نوره هم وځندېږي، نو زيات ښوونکي به اړ شي، چې خپلی دندي پرېږدي.

عزيزي زیاته کړه:«که تنخواوې رانه کړل شي، زموږ اعتصاب به دوام کوي او له اعتصاب اخوا هم زموږ ستونزه حل نه شي، موږ به د ځان لپاره نورې دندې ولټوو.»

اخوا زده کوونکي بیا وایي، ښوونکي يې حاضري نه اخلي او درس هم نه ورته وایي او په وینا یې دې چاری دوی له نامالوم برخليک سره مخ کړي.

زده کوونکي د اسلامي امارت له  چارواکو د ښوونکو د تنخواو د ورکړي غوښتنه کوي.

یو تن زده کوونکی حیات الله وايي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې ښووونکو ته دې تنخواوې ورکړل شي، تر څو زموږ درسونه بېرته پیل شي. که ښوونکی  تنخوا ونه لري، مانا دا چې موږ درس نه لرو.»

بل پلو د کندهار پوهني ریاست مشر مفتي قدرت الله وصال وایی، د ښوونکو د تنخواوو د ورکړي ستونزه هوارېدونکې ده.

وصال وایي، له ښوونکو سره يې پر ګډه د ستونزي د هواري هڅه پېل کړې او په خبره یې ځنې ښوونکو ته د اسد میاشتې د تنخوا ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه:« ډېر ژر به ټولو ښوونکو ته د ټولو میاشتو تنخوا ورکړل شي، همدا اوس موږ ښوونکو ته د اسد میاشتې تنخوا ورکولو لړۍ پیل کړې ده.»

ښوونکو کندهار کې له تېرو څلورو مياشتو راهيسي  تنخواوې نه دي اخېستي، چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي، ان تر دې، چې ځينو يې خپلې دندي پريښي دي.

مسوولين د يادي ستونزي اصلي لامل بانکي محدوديتونه په ګوته کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist