Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابلوف: د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایو

admin by admin
2021/11/18

د افغانستان لپاره د روسیې  ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۶ مه» له نیوزویک امریکايي مجلې سره د ځانګړې مرکې پر مهال له افغانستانه د ترهګری او مخدره توکو احتمالي ګواښ د اندېښنې وړ یاد کړی، خو په دې برخه کې یې د طالبانو هڅې او ژمنې ستایلي دي.

کابلوف ویلي، طالبان اوس مهال د داعش په نوم له نړیوال ګواښ سره مخ دي او په دې سره د سیمې او نړۍ ګټې خوندي کوي.

کابلوف د طالبانو دا مبارزه د امریکا د پوځي حضور پرمهال له تېر حکومت څخه په کراتو غوره بللې ده. 

هغه د امریکا له خوا د افغانستان کنګل شویو پیسو ته په اشارې ویلي، دا چاره د طالبانو کمزوري کولو، د داعش پر وړاندې په جګړې سترګې پټولو او د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر مانا ده. 

کابلوف زیاتوي:«د مخدره توکو برخه کې طالبانو مخکې هم ځانونه ثابت کړي او اوس یې هم کلکه ژمنه کړې ده، خو دا چې دوی پیسې نه لري، ترڅو ټولنیز خدمات وړاندې کړي، نو ښایي دا مبارزه یو څه ټکنۍ شي او ښایي طالبان اړ کړي، چې بیا د مخدره توکو کښت ته اجازه ورکړي. دا چې نړۍ وايي طالبان دې لومړی په دې برخه کې بیا مبارزه وکړي، بیا پیسې ورکوو دا یوه غیر منطقي خبره ده.»

ضمیر کابلوف ویلي، په افغانستان کې بشري وضیعت د یوې لویې فاجعې پر لور روان دی او ټینګار یې کړی، چې د روسیې په ګډون لوېدیځ او اروپایي ټولنه باید خپل سیاسي اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او د افغانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

هغه ویلي، دا چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې، نو دا غچ دې د پیسو په کنګل کولو سره نه اخلي.

کابلوف زیاته کړې:«دا سمه ده، چې موږ له امریکا او اروپایي ټولنې سره اختلافات لرو، خو د دې ناندریو بیه باید افغانان پرې نه کړي او پر ګډه باید د افغانانو لاسنیوی وکړو. د افغانستان بشري ناورین په اوس کې یو نړیوال لومړیتوب دی او له دې وروسته موږ په پام کې لرو، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د مرستو لوی کنفرانس جوړ کړو.»

په ورته وخت کې کابلوف ویلي، اوسني طالبان د نویمې لسیزي هغه نه دي او د دوی اوسنۍ حکومتولۍ ته درناوی کوي، خو ټینګار یې کړی، چې دا درناوی د دوی د کړنو د تائيد په مانا نه دی.

کابلوف دا ځل طالبانو ته خطاب کې ټولشموله حکومت تعریف کړی او ویلي دي، چې هغه کسان دي په کې شامل کړي، چې د طالبانو ایډیولوژي او فکر نه لري.

 هغه زیاته کړې:« طالبان ښایي ووایي، چې شل کاله یې جګړه کړې او اوس د حکومت حق د دوی دی، خو دا دې ومني، چې د جګړې په پرتله حکومت کول سخت دي. طالبان باید په خپل حکومت کې هغو کسانو ته هم ځای ورکړي، چې د دوی فکر او ایډیولوژي نه لري، خو د وطن پالنې کلک احساس لري.»

ضمیر کابلوف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان باید خپلو وګړو ته د کار او زده کړې آزادي ورکړي او بشري حقونو ته درناوی وکړي، تر څو پر رسمیت و پېژندل شي.

  هغه ټینګار وکړ، چې نه طالبان د دوی پوځي مرستو ته اړتیا لري او نه هم دوی دا مرستې کوي، خو یادونه یې کړې، چې له افغانانو سره به د روسیې بشري مرستې سر له چهارشنبې پیل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist