Skip to content
افغانستان کې د کامې ګوړه ځانګړی نوم لري، چې د ښې ذایقې او خوند لرونکې هم ده.
هلته کروندګرو ویلي، سږ کال د ګنیو حاصلات زیات دي او د ګوړې تولید ته یې زیاته مخه کړې ده.
کروندګرو ویلي، سږ کال د ګنیو بازار او د کروندګرو اقتصاد دواړه ښه نه دی نو دا مناسبه لاره ده، چې ګوړه تولید کړي او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
د مالوماتو له مخې، سږ کال د ننګرهار په درې ولسوالیو کې په ۱۳ هکټاره جریبه ځمکه ګني کرل شوي، چې تر شاوخوا شپېته زره ټنه حاصل به ورکړي.