د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفان دوچاریک وايي:«موږ په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د مالي ماتې او له منځه تګ وېره لرو. دا مالي ناورین به پرته له شکه پر بشري ژوند اغیز ولري. موږ اوس تازه د ملګرو متلونو د غړیو هېوادونو پر مرسته د همکارۍ یو لړ پروګرامونه پیل کړي.
په ملګرو ملتونو کې د آیرلنډ استازې بېرن نېسون وايي:« افغانستان کې روان وضعیت ته اوس هم موږ نورمال حالت نه شو ویلی، د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو سره هېڅ هم نورمال نه دي، د نجونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي او ښځو ته هم حقوق نه ورکول کېږي. افغانان له سخت بشري ناورین سره هم مخ دي، چې باید ورسره مرسته وشي.»
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې داسې مهال د افغانستان د روان بشري ناورین په اړه ناسته ترسره کېږي، چې په کور دننه هم زرګونه کسان له بشري ستونزو سر ټکوي او غوښتنه کوي، چې حکومت او نړیواله ټولنه دې ورته په بېړنۍ توګه مرسته ورسوي.