<h4>د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې د وینا پر مهال وویلو د افغانستان وضعیت ترینګلی دی، باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره همکاري وشي،ترڅو خلک له بشري ناورین وژغورل شي.</h4> <!--more--> <h4>لاینز ویلي، امریکا ته په کار ده،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دغه هېواد له داسې ناورین سره مخ دی،چې مخنیوی یې کېدی شي.</h4> <h4>نوموړې ویلي، دمګړۍ د شتمنیو د کنګل کېدو له امله له افغانستان سره سوداګري پر ټپه ولاړه ده، بانکي خدمات فلجېږي، اقتصادي وضعیت ترینګلی دی او له همدې امله بې ثباتي رامنځته شوې ده.</h4> <h4> </h4>