• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د افغانستان په تړاو سیمه ییزو ناستو مطلوبه پایله نه ده ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان په اړه سیمه ییزو ناستو او کابل ته د لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ سره سره بیاهم هېڅ هېواد نه دی حاضر شوی، چې د افغانستان نوی دولت پر رسمیت وپېژني.

شنونکی طارق فرهادي وايي:« تر دې مهاله چې کومې ناستې د افغانستان په اړه جوړې شوې دي، ښې وې، خو تر اوسه پورې یې مطلوبه پایله لاسته نه ده راغلې او هغه دا ده،چې افغانستان پر رسمیت وپېژندل شي. ان یو اسلامي هېواد هم نه دی حاضر شوی، چې افغانستان پر رسمیت وپېژني او شرایط یې هم واضع دي.»

په افغانستان کې د وروستیو پوځي او سیاسي تحولاتو او د اسلامي امارت له واکمنېدو  وروسته کابل سره د نړۍ هېوادونو ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوي او د دغواړیکو د بیا رغولو لپاره تر اوسه د واکمن نظام له خوا پيل شویو هڅو جوته پایله نه ده ورکړې.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې د افغانستان وروستي تحول ځنې هېوادونه اندېښمن کړي او د خپلو اندېښنو حل لپاره د سیمې  پر کچه ناستې ترسره کوي.

شنونکی عزیز معارج  وايي:« دغه هېوادونه خپلې موخې لري، خپلې ګټې او خپلې اندېښنې لري، خپل اطمنان اخلي، راځي کابل ته خپله ارزیابي کوي او امتیاز اخلي. تر اوسه پورې یې دافغانستان لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې او یوه هېواد هم افغانستان پر رسمیت نه دی پېژندلی.»

روسیه، ایران او هند هغه هېوادونه دي، چې د افغانستان په تړاو یې سیمه ییزې ناستې جوړې کړي او تازه چین هم یوې ناستې ته تابیه نیولې ده. 

  امریکا چې په افغانستان کې یې د خپلو ډیپلوماتیکو ګټو ساتلو مسوولیت قطر ته سپارلی، ځانګړي استازي  ټوماس ویسټ یې روسي چارواکو سره تر لیدنې وروسته هندي چارواکو سره لیدلي دي.

ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« په نوي ډهلې کې مې د هند ملي امنیت سلاکار او بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل. موږ به له خپلو متحدینو سره په یوه سوله ییز او باثباته افغانستان کې د خپلو ګټو ساتنې لپاره کار وکړو.»

په ټوله کې انګېرنه دا ده، چې د افغانستان نوي حکومت سره د سیمې او نړۍ تعامل ښه دی، خو د نوي حکومت دوه هغه غوښتنې، چې پر رسمیت وپېژندل شي او شمتني یې ازاده شي، لا یې د پوره کېدو څرک نه ښکاري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 
افغانستان

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist