Skip to content
پر کور دننه د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، امریکا او روسیه دواړه دلته خپلې ګټې لري او د ساتلو لپاره یې غواړي، چې دوی په افغانستان کي برلاسی سیاست ولري.
دوی ټینګار کوي، چې اسلاميامارت دې دغو هېوادونو سره مستقیم بحثونه وکړي او د نورو په وساتط دې مخکې نه ځي.
تحلیل کوونکی حکمت حکمت وايي:« لوی قدرتونه، د بیلګې په ډول امریکا، روسیه او چین هر یو غواړي، په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره برلاسی سیاست ولري. خو دوی په خپل منځ کې هم یو شمېر هوکړې لري، چې په افغانستان کې د دوی اړیکو پر څرنګوالي باندې اغېز لري. هېله دا ده، چې افغان لوری نوښت وکړي او له دغو هېوادونو سره د لومړي لاس اړېکې جوړې کړي.»
د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو په مسکو کې د بندو دروازو تر شاه د افغانستان په تړاو لېدنه کې د مشترکو ګټو پر ساتلو او همدا راز له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو پر عملي کولو بحثونه کړي دي.
یو شمېر تحلیل کوونکي بیا په دې باور دي، چې امریکا او روسیه دې د خپلو ګټو ساتلو لپاره د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او پرته له تعامل یې ګټې نه شي خوندي کېدای.
تحلیل کوونکی ثناالله مخلص وايي:« روسیه، امریکا، چین، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید یو تعامل رامنځته کړي، چې په پایله کې یې باید د افغانستان له دولت او خلکو سره خبرې وکړي. هغه اهداف چې دوی غواړي ترلاسه یې کړي، باید ترسره یې کړي او هغه څه چې زموږ د خلکو ورته اړتیا ده، چې باید ترسره شي، هغه مسایل باید د سولې له لارې او د خبرو له لارې مخته یوړل شي.»
د افغانستان په تړاو د سیمې پر کچه د وروستیو ناستو په تړاو هم نظرونه سره وېشلي دي.
ځینې په دې باور دي، چې د سیمې هېوادونو دغه ناستې د خپلو ګټو لپاره ترسره کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ د سیمې او اروپايي هېوادونو په سفر راوتلی او موخه یې خپلو متحدینو سره د افغانستان په تړاو سلا مشورې بللي.
مسکو کې د ټوماس ویسټ او ضمیر کابلوف د لیدنې په تړاو تحلیل کوونکي په دې باور دي، چې لاهم د اسلامي امارت په تړاو د روسیې او امریکا دریځ یو دی او کوم بدلون یې نه دی کړی.