Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اهل تشیع مشران: له اسلامي امارت سره په همغږۍ به د شیعه مذهبو ستونزې حل کړو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

په کابل کې نن پنجشبنه د« ۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۷ مه» د هېواد پر کچه د اهل تشیع مذهب مشران سره راټول شوي، چې څنګه کولای شي، له اسلامي امارت سره په همکارۍ او همغږۍ د دوی پر وړاندې د شته امنیتي ستونزو مخه ونیسي. 

دغه شیعه مشران وايي، په امنیتي او حقوقي برخو کې د اسلامي امارت رهبرۍ  ورسره د همکارۍ ژمنه کړې او دوی به هم ترې خپله همکاري ونه سپموي.

د شیعه مذهبو یو تن قومي مشر محمد امیر باذل وايي:« زموږ باور دا دی، چې امنیت به ټنیګ شي او بله ستونزه حقوقي او مدني مسایل دي، چې اسلامي امارت او زموږ خلک هم هڅه کوي، چې دغه ستونزه حل شي او په دې برخه کې موږ له اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان کړی دی، چې د ټولو شته منازعاتو په حل کې به مرسته کوو.»

دغه مشران وايي، د رواني امنیت د ټینګښت په برخه کې زیات کار ته اړتیا ده او په خبره یې د دغوستونزو د حل لپاره یې له اسلامي امارت سره د همکارۍ ژمنه کړې.

دشیعه مذهبو یو تن قومي مشر بحر وايي:« که څه هم په دې وروستیو کې امنیت ښه شوی دی، خو د رواني امنیت په برخه کې زیات کار ته اړتیا ده او شیعه او هزاره ولسونو مصمم دي، چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي او د دغو ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت ژمنې کړي.»

د افغانستان اسلامي امارت بیا ډاډ ورکوي، چې په دې تړاو یې رهبرۍ پریکړه کړې، چې په راتلونکي کې به د شیعه مذهبو د ستونزو د حل لپاره د هېواد پر کچه داسې کمېسیون جوړ کړي، چې غړي به یې هم خپله دوی وي.

 د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست د منازعاتو حل کمېسیون غړی نور اغا سهاک وايي:« اسلامي امارت او مجاهدین یې په خپلو ژمنو ولاړ خلک دي او دوی ته د هرډول اسانتیاوو زمینه برابروي او برابره کړې یې ده. که حقوقي ده او اسلامي امارت رهبري په پام کې لري، چې د دغو ستونزو د حل لپاره د اهل تشیع لپاره د هېواد پر کچه یوه کمیټه جوړه کړي، چې غړي به یې هم شیعه مشران وي او د یادو ستونزو د حل په برخه کې به کار کوي.»

دمګړۍ افغان شیعه لږکي افغانستان کې د داعش ډلې هدف دي، چې د چهارشنبې پر ماښام د کابل په لویدیځه برخه کې پر دوه ټونس موټرونو نښلول شویو بمونو چاودنه کړې، چې سپاره په کې ټول شیعه لږکي و او مرګ ژوبله یې هم درلوده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist