د امریکا متحده ایالتونو مخکښ سناتور لینډسي ګراهام ویلي، ناکام جو بایډن د افغانستان په اړه ستره تېروتنه وکړه.
ګراهام پر بایډن نیوکې کړي، چې له افغانستانه یې د سرتېرو په اېستلو کې ستره تېروتنه کړې او په وینا یې هغه د امریکا بهرنی سیاست زیانمن کړی دی.
ګراهام ویلي، بایډن په دغه کار سره امریکا پر نړیواله کچه بې باوره کړه.
هغه امریکایي وګړي هڅولې دی، چې باید د بایډن د ناوړه سیاستونو پر وړاندې اقدام وکړي.