Skip to content
په سوېل پکتیا ولایت کې له څو میاشتني ځنډ وروسته د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل شوه، خو ښځینه کارکوونکې تر اوسه پورې دندو ته نه دې غوښتل شوي.
مراجعین وایي، د خلکو ګڼې ګوڼې ته په کتو دې د کارکوونکو شمیر زیات او ښځینه کارکوونکې دې بېرته دندو ته را وغوښتل شي، تر څو د ښځو اړوند چارې ترسره کړي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« اوس خو دلته ګڼه ګوڼه بېخي ډېره ده، د خلکو د تنظیم لپاره هېڅ ترتیب نه شته. په کار ده، چې ګڼې ګوڼې ته په کتو د کارکوونکو شمېر زیات شي، ترڅو د چا کارونه ونه ځنډېږي.»
د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی بیا داسې وايي:« کارکوونکو ته ضرورت زیات دی د خلکو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته او تر ټولو مهمه دا، چې ښځینه کارکوونکې بیخي نه لیدل کېږي او د ښځو د کارونو اړوند چارې ځنډېږي.»
دلته ډېری ناروغان اوهغه کسان د پاسپورټ اخېستلو لپاره مراجعه کوي، چې عربي او نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ اراده لري.
د پاسپورټ مدیریت یو شمیر کارکوونکي د ښځینه کارکوونکو موجودیت اړتیا بولي او له مسوولینو غواړي، چې تشکیل دې بشپړ کړي.
د پکتیا پاسپورټ مدیریت یو تن کارکوونکی وايي:« ښځینه کارکوونکو ته خو اړتیا لیدل کېږي، په ځانګړي ډول د ښځو د بایو مېټریک برخه کې، ترڅو د ښځو بایو مېټریک ترسره کړي.»
د پکتیا پاسپورټ مدیریت یو بل کارکوونکی وايي:« ناروغان ډېر راځي، هغه خلک، چې د عربي هېوادونو ویزې لري، زده کړیالان هم ډېره مراجعه کوي، عادي خلک هم زیات دي، چې د پاسپورټ اخېستلو لپاره راځي.»
د پکتیا پاسپورټ مدیر قاري مسرور وایي،هره ورځ د ۲۰۰ کسانو پاسپورټ اخېستنې اسناد وروستي کېږي او په ټولییز ډول هڅه دا ده، چې د مراجعینو کارونه ونه ځنډېږي.
مسرور زیاته کړه:« زموږ هڅه دا ده، چې څومره زیات کېدای شي، د مراجعینو اسناد وروستي کړو. اوس هم هره ورځ د نږدې دوه سوه کسانو اسناد وروستي کېږي.»
د پکتیا پاسپورټ مدیریت ګڼې ګوڼې ته په کتو له خلکو د حوصلې غوښتنه کوي او وایي، د ټولو مراجعینو کارونه په نوبت ترسره کېږي.