Skip to content
په پاریس کې د ترهګرۍ پر ضد جوړه شوې ناسته کې دواړو لورو نړۍ او سیمې ته د پېښو ګواښونو ارزونه وکړه.
یاده ناسته کې پر دې هم بحثونه شوي، چې باید ډاډ ترلاسه شي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ د پټنځای په توګه استفاده و نه شي.
د هند او فرانسې استازو ویلي، که هغوی ته د ترهګرۍ ګواښ پېښېږي باید د مخنیوي لپاره یې چمتو والی ونیول شي.
دواړو خواو په سیمه کې د نورو سخت دریځو ډلو لکه، داعش، لشکر طیبه او حزب المجاهدین پر سر هم بحثونه کړي دي.
د اسلامي امارت د پرلپسې ژمنو سره سره بیا هم ځينې هېوادونه د افغانستان د امنیت له پلوه اندېښمن دي.