Skip to content
د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د نوراحمد په نوم یو تن سوداګر د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره.
یاد ریاست ویلي، په دې تړاو یې څلور تنه انسان تښتوونکي هم نیولي، چې درې يې مېرمنې دي.
افغان سوداګر نور احمد وایي، انسان تښتونکو شکنجه کړ او ورسره جیب کې ۱۷۰ زره کلدارې هم ترې واخیستې، چې د نورو غوښتنه یې هم کوله.
په ویډیو کې یو کس، چې سترګې یې تړلې دي اقرار کوي، چې نور احمد دوی د سودا کولو په بهانه وروغوښت او برمته یې کړ، چې د پیسو غوښتنه یې ترې کوله.
د هلمند استخباراتو د دویمې حوزې منسوبینو دغه کس ژغورلی او څلور کسان یې هم نېولي دي.