د امریکا سنا مجاس مخکښ غړي مک کال ویلي، افغانستان کې د نوي حکومت پر رسمیت پېژندل به وخت وغواړي او په خبره یې له کنګل شوو شتمنیو به امریکا د فشار په توګه کار واخلي.
نوموړي ویلي، بشري او د مېرمنو حقونو ته درناوی د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره تر ټولو مهم شرطونه دي، چې باید پر ځای شي.
هغه دغه راز هیله څرګنده کړې، چې افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت و نه لري او د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ټولو ګاونډیو، دسیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د نورو خلاف وکاروي.