د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریټ هریس په افغانستان کې د شري ناروغۍ په خپرېدو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې وکړ، که پر وړاندې یې بېړني ګامونه وانه خېستل شي، پراخه مړینه به رامنځته کړي.
هریس وايي، یاده ناروغي د افغانستان په اوسني وضیعت کې د خطر زنګ دی او هغه ماشومان زر له منځه وړلی شي، چې له خوارځواکی کړېږي.
هریس زیاته کړه:« د شري ناروغي د خوارځواکو ماشومانو لپاره د مرګ حکم دی. موږ سږ کال په افغانستان کې د شري ډېرې مثبتې پېښې درلودې او لا هم د همدې پېښو د لوړې کچې شاهدان یوو.»
د روغتیا وزارت پرون ویلي، چې یو میلیون افغان ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخ دي.
هارس وايي، که په افغانستان کې د شري ناروغۍ کلکه څارنه ونه شي او د معاینو کچه لوړه نه شي، وضیعت له دې هم خرابېدلی شي.
هغه وایي، روان کال یې د شري ساري ناروغۍ ۲۴ زره مثبتې پېښې ثبت کړي، چې له ډلې یې نږدې ۴ زره په لابراتوارونو کې ټېسټ شوي دي.
هریس زیاته کړه:« له بده مرغه موږ سږ کال د شري ناروغۍ له امله د مړینې ۸۷ پيښې درلودې او که موږ چټک ګامونه وانخلو، د مړینې کچه نوره هم لوړېدلی شي. زموږ موندنې ښیي، چې ښایي تر یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ډول سره مخ شي.»
ملګرو ملتونو په کراتو ویلي، افغانستان د نړۍ په ستر انساني ناورین بدلېدونکی دی، چې دا مهال یې نږدې نیمایي وګړي پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.
موندنې ښیې، چې په افغانستان کې به درې میلیونه له پنځو کلنو کم عمره ماشومان د روان کال تر پایه له سختې خوارځواکی سره مخ شي.
نړېوالو مرستندویه بنسټونو پر نړېوالو غږ کړی، چې له طالبانو سره دې څومره ژر چې کېږي، تعامل وکړي ترڅو هلته د سختېدونکي بشري ناورین مخه ونیسي.