لیک کې ټینګار شوی دی،چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له شل کلنو لوړو ژورو وروسته د دوحې هوکړه شوې او باید دغې هوکړې ته درناوی وشي،چې مثبتو اړیکو ته لار پرانېستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« دوحې په موافقتنامه کې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو وړاندوینه شوې ده. موږ فکر کوو،چې د دوحې موافقتنامې پوره تطبیق او ژمنتیا کولای شي، د دواړو دولتونو او ملتونو ترمنځ د مثبتو اړیکو نوی فصل پرانیزي،چې دا د دواړو هېوادونو پر ګټه ده.»
لیک کې راغلي،چې اسلامي امارت به د هوکړې پر بنسټ کابل ته راننوتي وای،خو د تیر حکومت چارواکو د قدرت خلا رامنځ ته کړې وه او دوی اړ شول،چې هرڅه په خپل کنټرول کې راولي.
په دغه لیک کې له ټولو نړیوالو سره د ښو اړیکو ساتلو ته لیوالتیا څرګنده شوې او له امریکا په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه شوې.
بلخي وايي:«اوس د افغانستان د ودانۍ او انکشاف لپاره ټول فرصتونه مهیا شوي دي. په راتلونکې کې د افغانستان په صنعت، زراعت او د کانونو په استخراج کې د امریکا متحده ایالات هم پانګونه کولای شي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د باور جوړونې لپاره باید دواړو لوري مثب ګامونه پورته کړي او د افغان ولس د مالي امنیت خونديتوب لپاره کنګل شوې پیسې راخوشې کړي.
بلخ زیاتوي:«موږ د نړیوالې ټولنې او امریکا په اندیښنو پوهېږو او د باور جوړونې لپاره دواړو لوریو ته په کار ده،چي مثبت ګامونه واخلي. موږ په دې باور یو،چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده،نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي.»
د دغه پرانیستي لیک په پای کې اسلامي امارات نړیوالو ته خبرداری ورکړی،چې په رسمیت نه پیژندل او د افغان ولس بشري ناورین به یوازې سیمې نه بلکې ټولې نړۍ ته ګران تمام شي او د کډوالۍ په ستر ناورین به بدل شي.