د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د دوشنبې په سهار کابل ته راغلی دی.
قمي تر دې مهاله د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او رییس الوزرا سره لیدنه کړې او د دوه اړخېزو همکاریو پراختیا سربېره یې پرمهمو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو بحثونه کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، ایران په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو را پدېخوا خپلې اندیښنې لري او د همدې اندېښنو د حل لپاره یې خپل استازی کابل ته رالېږلی دی.
شنونکی طارق فرهادي وايي:« د ایران لومړۍ درجه اندېښنه داعش دی، چې په عراق او سوریه کې هم ورسره په جنګ و اوس نه غواړي، چې په افغانستان کې د داعش لمن پراخه شي او د ایران بله اندیښنه سرحد یې دی، چې پکې د انساني قاچاق او نشه یي توګه دقاچاق له پلوه اندیښنه لري.»
خو ځینې بیا په دې باوردي، چې ایران به خپلې اندېښنې لري، خو د سیمې پر کچه د افغانستان په تړاو ناستو دا ښکاره کړې، چې لاهم افغانستان ګاونډیانو او سیمې ته لومړیتوب لري.
شنونکی ویس ناصري وايي:« افغانستان ته د ایران د ځانګړي استازي سفر او یا هم د نړۍ د هېوادونو د نورو چارواکو سفرونه په دې مانا دي، چې لاهم افغانستان د هېوادونو د توجه پر محراق کې قراري لري، خو په ورته وخت کې دغه هېوادونه د ځان په تړاو له افغانستانه اندېښنې هم لري.»
د افغانستان په تړاو د ایران اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې واشنګټن له دوحې سره د یوې نوې هوکړې له مخې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو ګټو د ساتنې مسوولیت قطر ته وسپاره.
شنونکی عزیز معارج وايي:« له هغې وروسته، چې په افغانستان کې د امریکا د فعالیت لپاره د دوحې او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ هوکړه وشوه، ایران یې اندېښمن کړی او اوس تهران د خپلو اندېښنو د شریکولو لپاره کابل سره تګ راتګ پیل کړی او د ایران خاورې ته د افغان کډوالو د وراوښتو مسله به هم د دې سفر د اجنډا برخه وي.»
له دې سفر وړاندې ایران د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړې وه، چې د سیمې د یوشمېرهېوادونو استازو په کې ګډون کړی و، خو په سیاسي او اقتصادي لحاظ یې د افغانستان لپاره محسوسه ګټه نه ده ورکړې.