Skip to content
په هغه پرانیستې لیک کې چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له لورې د امریکا سنا جرګې ته لېږل شوې راغلي، چې د امریکا متحده ایالات کولی شي په صنعت، کرنې او کانونو استخراج برخه کې پانګونه وکړي.
لیک کې راغلي، افغانستان کې له څلویښت کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سر خوندیتوب یقینی شوی او یواځینۍ ستونزه، چې اوس مهال افغانان ور سره مخ دي، هغه مالي ستونزې دی، چې د امریکا له لوري لګول شویو بندیزونو ته ور ګرځي.
لیک کې د مرکزي بانک پر زېرمو بندیز د دوحې هوکړې خلاف عمل بلل شوی او له امریکا غوښتنه شوې، چې دغه بشري او اقتصادي بحران حل کې مسولانه ګام پورته کړي.