Skip to content
د سوریې چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې د سوریې پر خاوره دوه توغندي توغولي دي.
دوی وايي، دغه توغندیز بریدونه پر خالي کورونو شوي او څوک په کې نه دي وژل شوي.
یاد بریدونه د جولان له غرنیو سیمو شوي،چې اوس مهال د اسرائيلو تر ولکې لاندې ده.
سوري چارواکي وايي،جولان هغه سیمه ده،چې په اصل کې د سوریې خاوره ده او اسرائيلو په زور نیولې ده.
د سوریې دفاعي سیسټم د یوه توغندي مخه نیولې او په هوا کې یې شنډ کړی دی.
دا په تیره یوه میاشت کې څووم ځل دی،چې اسرائيل پر سوري خاوره او پلازمینه دمشق هوايي بریدونه کوي،خو تر اوسه پورې یې لامل نه دی څرګند شوی.