• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د روان وضیعت مهار کولو لپاره د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ مذاکرات مهم دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/16

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، اسلامي امارت ته لازمي ده، چې له امریکا سره خبرې وکړي او د افغانستان راتلونکی سیاسي مسیر وټاکي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« له امریکایانو سره مذاکرات او هغوی سره اړیکې جوړل لازمي دي، ځکه هغوی سره پیسې بندې دي، د نوي حکومت مشروعیت مسیر پر امریکایانو ده، اسانه کار نه دی. دوی په تروېکا ناسته  کې سخت شرایط ایښي، خو دوی سره د ښو اړیکو جوړل مهم دي.»

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو وروستۍ لیدنه کې دواړو خواوو د مذاکراتو پر دوام هوکړه کړې، خو دغه خبرې تر اوسه پورې نه دي پیل شوي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تروېکا ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره اسلام اباد کې لیدلي وو.

 سره له دې، چې د دې ناستې جزئیات رسنیز شوي نه دي، خو باور کېږي چې پر دوه اړخېزو اړیکو او هغو ستونزو پرسر بحث او مذاکرات شوي، چې اسلامي امارت او امریکایان ورسره مخ دي. 

د کارپوهانو په وینا، د امریکا او طالبانو د هوکړې داسې موارد شته، چې عملي کول یې اوسنیو شرایطو کې کېدای شي او امریکا هم غواړي، طالبانو سره د اړیکو ساتلو سلسه جاري اوسي.

د سیاسي چارو کارپوه  قریب الرحمن شهاب وايي:« د طالبانو او امریکا ترمنځ د بحث زیات مسایل شته دی، چې تر تولو مهم یې د دوحې تړون طبیق  دی، ځکه ظاهرا طالبان په تصادفي ډول کابل ته راغلل، هغه تړون داسې وه، چې ځینې مادې یې وخت ته اړتیا لري ترڅو طبیق شي او دواړه لوري یو پر بل باور وکړي. تر دې وراخوا طالبان اړتیا لري، چې د خپل حکومت د اقتصادي ثبات، سیاسي ثبات او نړۍ ته قناعت ورکړي، چې دوی ته به له افغانستان ګواښ نه وي.»

کارپوهان وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ شل کاله جګړې او کابل کې د تېر حکومت له سقوط وروسته داسې باور  نه دی راغلی، چې یو بل سره رسمي سیاسي اړیکې او تعاملات پیل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالحی قانت وايي:«  د تېر حکومت له سقوط وروسته، چې طالبان واک ته ورسېدل د امریکا او طالبانو ترمنځ هغه باور لاهم نه شته، چې یو له بل سره سیاسي تعاملات پیل کړي. زه فکر کوم، امریکا اوس ذهنا دې ته چمتو ده، چې له نوي حکومت سره تعاملات له لږ ځنډ وروسته پیل کړي.»

امریکایان هڅه کوي، چې له اسلامي امارت سره په امنیتي او استخباراتي برخه کې یوه هوکړه وکړي.

امریکا له داعش او القاعده ډلو وېره لري او غواړي، د یوې ګډې مبارزې لپاره  له اسلامي امارت سره تړون ولري، خو اسلامي امارت ټولو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به ورته ګواښ نه پېښېږي او په یوازې ځان کولی شي، له داعش ډلې سره بریالۍ مبارزه وکړي.   

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي
افغانستان

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل
افغانستان

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل
افغانستان

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist