Skip to content
د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان ویلي، د دولسم ټولګي ښځینه زده کوونکې به له کلنۍ ازموینې پرته فارغې کړي.
پوهنې وزارت د دې کار لامل، وروستیو درېیو میاشتو کې د ښوونځيو رخصت یاد کړی دی.
د هغه په خبره، له لومړي تر شپږم ټولګیو پورې زده کوونکو څخه آزموینه اخلي.
پوهنې وزارت ویلی، له اووم تر دولسم ټولګیو پورې نارینه وو زده کوونکو څخه ازموینه اخلي.