دغه سازمان ویلي، نړۍ کې د سولې او امنیت په اړه کنفرانس جوړېږي او افغانستان به د دې کنفرانس مهمه اجنډا وي.
دوی ویلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به د دې کنفرانس ګډونواله وي او د افغانستان استازیتوب به کوي.
د افغانستان اسلامي امارت بیا د دغه کنفرانس هرکلی کړی او تمه یې ښوودلې، چې یاد کنفرانس به افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره مرسته وکړي.