تحلیل کوونکي وايي، ټول شموله حکومت داسې یوسیاسي چوکاټ ته ویل کېږي، چې په واک کې دافغانستان ټول واقیعتونه شریک وګڼل شي، خو وړتیا او ژمنتیا یې باید لومړیتوب وي.
دوی وايي، که ځینې جهتونه د ټول شموله حکومت په نوم له پخوانیو سیاسیونوسره دایتلاف حکومت پرجوړېدو ټینګار کوي داسې نظام په افغانستان کې نتیجه نه لري.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« ټوله شموله حکومت هغه حکومت دی، چې په هغه کې دافغانستان شته واقعیتونه قومي ژبې او مذاهب په پام کې ونیول شي، خو باید په کې تخصص او تعهد لومړیتوب ولري او له معیار پرته سیاسي وېش ته ټول شموله حکومت نه ویل کېږي او سیاسي وېش دې د داسې معیارونو پر اساس وشي، چې په هغه کې د افغانستان د خلکو ګټې او هېواد سوکالي نغښتې وي.»
ځينې بیا په دې اند دي، چې د قومونو او مذاهبو ترڅنګ باید په حکومت کې هغو سیاسیونو ته هم ونډه ورکړل شي، چې له اسلامي امارت سره تړاو نه لري او هغه پخوانۍ سیاسي څیرې، چې له هیواده بهر دي، باید بېرته ستنې شي او د افغانستان د ابادۍ لپاره اسلامي امارت ته لاس ورکړي.
تحلیل کوونکی پامیر پتنګ وايي:« د قومونو او مذاهبو ترڅنګ باید مختلف احزاب په حکومت کې ځای ولري او هغه احزاب، چې له هېواده بهر تللي، باید راستانه شي او اسلامي امارت ته لاس ورکړي او له طالبانو سره پر ګډه د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخلي، ترڅو افغانستان نړۍ ته رسمیت پیدا کړي.»
تحلیل کوونکي وايي، ټول شموله حکومت باید غلط تعریف نه شي، د هېواد د ټولو برخو د ژمنو کادرونو ترمنځ د سیاسي واک ویش ته ټول شموله حکومت ویل کېږي، چې په اوسنۍ کابینه کې تر ډېره دغه ټکی مراعت شوی دی.
د تحلیل کوونکو باور دا دی، ځینې اړخونه د ټول شموله حکومت په نوم د تېر په څېر ایتلافي حکومتونو لپاره کار کوي، چې پایله به ورنه کړي.
سیاسي فعال خیرالله شینواری وايي:« که چېرې د ځينو جهتونو هدف له ټول شموله حکومت دا وي، چې افغانستان کې دې ایتلافي حکومت جوړ شي، چې د مختلفو سیاسي جریانونو افراد په کې برخه ولري، نو دغسې یو نظام په افغانستان کې پخوا هم ښه نتیجه نه ده ورکړې او راتلونکي هم ښه پایله نه لري.»
په ورته مهال د اسلامي نړۍ د علماوو شورا هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت وار دمخه ویلي، کابینه یې ټول شموله ده او د ټولو پرګنو استازي په کې ونډه لري او بدلون هم په کې شونی دی.
له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دسیمې اونړۍ هېوادونو ترڅنګ دافغانستان پخواني سیاسیون، چې له هیواده وتلي دي د ټول شموله حکومت دجوړېدو غوښتنه کوي، خو د هېڅ جهت له لوري دغه ډول حکومت په واضع توګه نه دی تعریف شوی .