Skip to content
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په جوړ شوي پر لیکه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي،د افغانستان په ځینو ولایتونو کې وروستیو پېښو ته په کتو داسې ښکاري،چې لاهم د پردیو له خوا د افغانستان د بې ثباته کولو دسیسه روانه ده.
کرزي ویلي، هڅې روانې دي،چې په افغانستان کې جګړې دوام وکړي.
نوموړي ویلي، نړیواله ټولنه دې دا فکر نه کوي،چې په افغانستان کې د جګړو زیان به تر دوی نه رسېږي.
هغه زیاته کړې، نړیوال دې د خپلو هېوادونو د امنیت ټینګښت لپاره له افغانستان سره رښتینې همکاري وکړي،ترڅو ترهګرې ډلې وځپل شي.
هغه دغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی،چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره د دایمي ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.