Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کې راتلونکې اوونۍ د امنیتي مسایلو په اړه کنفرانس جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/15

سرچېنې وايي، په هند  کې به  د راتلونکې اوونۍ په پای کې د امنیتي مسایلو په تړاو د بحثونو لپاره کنفرانس جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې هندي لوړ پوړي امنیتي چارواکي، په سیمه کې د شته امنیتي او ترهګريزو ګواښونو د کنټرول په تړاو خبرې اترې کوي.

هندي امنیتي سرچینې وايي،په کنفرانس کې به د سیمې پر کچه د بېلابېلو استخباراتي او څیړنو سازمانونو مشران ګډون وکړي.

هندي امنیتي سرچینې وايي:«په دې کنفرانس کې به ګڼ امنیتي سیمنارونه جوړ شي او د سترو څېړنیزو او استخباراتي سازمانونو مشران به په‌ کې ګډون وکړي او پر سترو ننګونو او ګواښونو به په ‌کې خبرې اترې وشي.»

هند کې امنیتي سرچینې وايي، د دغې کنفرانس مهمه اجنډا به د چین او افغانستان له لوري هند ته د پیښو ګواښونو په اړه وي.

په دغه کنفرانس کې به د نړیوال راډیکالیزم یا افراطیت او د ترهګرۍ د نوي پړاو په اړه هم یو شمیر څیړنیز او تحلیلي سیمنارونه  جوړ شي.

د هند امنیتي سرچینې وايي:« په دې کې به یوه هېواد ته د پیښو ګواښونو په اړه خبرې ونه شي،بلکې د بېلابېلو هېوادونو له لوري د بېلابېلو ګواښونو په اړه به په ‌کې بحثونه وشي. په دې امنیتي کنفرانس کې به د نړیوال افراطیت، د ترهګرۍ نوي دور او ګڼو نورو امنیتي مسایلو په اړه څېړنیز سیمینارونه جوړ شي.»

په پام کې ده،چې په دغه هر اړخیز امنیتي کنفرانس کې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم ګډون وکړي.

دغه کنفرانس وروسته له هغې جوړیږي،چې یاد هېواد اوونۍ وړاندې هم د افغانستان په تړاو د سیمې د اته هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو د غونډې کوربه وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist