د افغانستا ن ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، د اردو درلودل د هر دولت مسلم حق دی او په وینا یې ډېر ژر به د افغانستان اسلامي اردو بشپړه شي.
خوارزمي ویلي،د یادې اردو دنده دا ده،چې د افغانستان له ملي حاکمیت او خپلو خلکو ساتنه او د خاورې پالنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، دا اردو به په نظامي لحاظ تر ټولو مجهزه او له معنوي اړخه به خپلواکه، خاورې ته صادقه او په پوره ایماندارۍ به د خپلو خلکو دفاع او ساتنه کوي.
د هغه په خبره، د تېر نظام په اردو کې هم خاورې ته ژمن افسران او جنرالان وو،چې یو شمېر یې اوس هم پر دندو بوخت دي او له هر ډول تبعیض پرته د نوې اردو په لیکو کې خدمت کوي.
خوارزمي نه دي ویلي چې د د نوې اسلامي اردو شمېر به څومره وي او نه یې د بشپړېدو کره نېټه مالومه کړې ده.