د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،قطر له اسلامي امارت او امریکا سره ښې اړیکې لري او نوی رول به یې له افغانستان سره د امریکا پرې شوې اړیکې ترمیم او د رسمي اړیکو پیل ته به لار پرانیزي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په تېرو درېیو کالونو کې قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه. قطر په سیمه کې او ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکا په استازیتوب ستراتیژیک کردار لوبوي. دا به طالبانو ته زمینه برابره کړي،ترڅو په ښه او اسانه توګه وکولای شي،خپلې چارې د قطریانو په منځګړیتوب له امریکایانو سره ورغوي او د دغه کار ترسره کیدل کولای شي،چې په نږدې راتلونکي کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو جوړولو لار اواره کړي.»
د نوې هوکړې له مخې، امریکا د قطر سفارت کې یوه مشورتي څانګه پرانیزي او قطر به د امریکا له دیپلوماتیکو ګټو ساتنه کوي.
یو شمېر شنونکي بیا وايي، قطر له امریکا او اسلامي امارت دواړو سره ښې اړیکې لري او دوحه دا درک لري،چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ کوم موارد د حساسیت او تعامل وړ دي او پر همدې اساس به د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو له سره رغولو کې مهم رول ولري.
شنونکی ذاکر جلالي وايي:« قطر یو داسې هېواد دی،چې هم د امریکا له متحده ایالاتو سره ښې اړیکې لري او هم په افغانستان کې له نوي حکومت سره په ګډو مواردو له نږدې اړیکې لري،خو مهمه یې داده،چې قطر دغه درک لري،چې په کومو مواردو کې د افغانستان حکومت او امریکا حکومت ترمنځ تعامل کېدلای شي او کوم موارد سرې کرښې دي.»
شنونکی عزیز معارج وايي:« قطر هغه هېواد دی،چې څو کاله د طالبانو سیاسي دفتر هلته موجود و او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې پروسې مدیریت دوی پرمخ وړه او اوس د افغانستان اوسنی دولت هم له قطر سره ښې اړیکې لري او دوي هم کولای شي،چې د یوې قوي ستراتیژۍ پر اساس د قطر له لارې له امریکا او ټول غرب ښه استفاده وکړي.»
په تیرو څو کلونو کې قطر د طالبانو امریکا ترمنځ د سولې خبرو کوربه وه او دغو خبرو د قطر هېواد په اسان چارې سره پایله ورکړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه،چې پر اساس یې امریکایې ځواکونو افغانستان پریښود.