د پکتیا ولایت د ټوولګټو چارو ریاست مشر مولوي حماس وايي، د ګردیز ــ زرمت ۱۸ کیلومتره سړک د هواري او جغل اچونې چارې بشپړې شوې او پرانېستل شو.
حماس وايي، دغه ۱۸ کیلو متره سړک د ټولګټو وزارت له لوري د دوه ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
حماس زیاته کړه:«د دغه سړک د هواري او جغل اچونې چارې د ټولګټو چارو وزارت د دوه ملیونه افغانیو په مالي لګښت او د ولایت مقام په همکارۍ ورغول شو.»
اخوا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک هواري او جغل اچونې ته خوشاله دي،خو وایي،د ژمي په پای ته رسیدو سره به بېرته خراب شي او له اسلامي امارته غوښتنه سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي .
د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د زرمت سرک باید په پاخه ډول جوړ شي، زموږ زیات کارونه سړک پورې اړوند دي، ځکه چې زرمت زراعتي ولسوالي ته موږ چې حاصل تر لاسه کړو بازار ته یې نه شو رسولی.»
د زرمت ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکی بیا وايي:« زموږ د سړک کومه بودیجه چې ده، دا مهال مالیې وزارت کې شته دی.زمون ږ غوښتنه دا ده،چې سړک دې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي. دا خو د ژمي په پای ته رسېدو سره بېرته ویجایړیږي.»
خو ټوولګټو چارو ریاست وایي،وزارت ته یې په پرلپسيې ډول وړاندیزونه کړي،چې د ګردیز ــ زرمت سړک دې په پاخه او اساسي ډول ورغول شوي او ډاډ دا دی،چې په راتلونکې کال کې به دغه چاره تر سره شي.
د پکتیا ټوولګټو چارو مشر مولوي حماس وايي:« موږ مرکز ته بار بار وړاندیزونه کړي، غوښتنه مو کړې، ترڅو سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول شي. ان شاء الله راتلونکي کال به دغه چاره ترسره شي.»
د ګردیز ــ زرمت سړک ۲۳ کیلو متره اوږدوالی لري،چې پنځه کیلو متره یې پخواني حکومت په پاخه ډول رغولی او د ۱۸ کیلو متره جغل اچونې او هواري چارې یې اسلامي امارت ترسره کړې.