راپورونه د هندي چارواکو له قوله وایي، لاهم پاکستان اجازه نه ده ورکړې، چې مرسته شوي غنم یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ورسول شي.
هندي چارواکو شکایت کړی، چې پاکستان له افغان چارواکو سره ژمنه وکړه، چې هند ته به اجازه ورکوي تر څو مرسته شوي غنم یې افغانستان ولېږدول شي، خو په خبره یې له ژمنې سره سره یې تراوسه اجازه نه ده ورکړې او دوی انتظار باسي.
هند د بشري ناورین مخنیوي لپاره افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د یادو غنمو ټرانزیټ ته به اجازه ورکړي، خو لا هم یاده ژمنه نه ده عملي شوې.