• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د پنبې بزګران: حاصلات مو د تېرو کالونو په پرتله زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/14

په  شمال بلخ ولایت کې د پنبې یو شمېر بزګران وايي، حاصلات یې د تېرو کالونو پرتله  زیات شوي  دي.

دوی وايي، د پنبې حاصلاتو زياتېدو تر څنګ يې د پلور بازار هم د  نورو کالونو پرتله څلوېښت سلنه لوړ دی.

غلام سخي يو له هغو بزګرانو دی،چې پر خپله ځمکه يې پنبه کرلې  وايي، خوښ دی،چې سږ کال يې  خوارۍ او مزدورۍ ډېره ګټه ورته راوړې.

سخي  زیاته کړه:« تر اوسه پورې  مې لس بخاره پنبه راټوله کړې، د خدای په فضل سږ کال يې حاصل ښه دی، زحمتونه مو بې ګټې نه شول، د تېر کال پرتله يې سږ کال حاصل ډېر ښه وو.»

بزګران وايي، د پنبې حاصلاتو زياتېدو تر څنګ يې د پلور بازار هم د  نورو کالونو پرتله څلوېښت سلنه لوړ دی.

د دوی په خبره دمګړی په بازار کې د ۲۲۴ کېلو پنبې بيه څه باندې ۱۸زره افغانۍ ده، په داسې حال کې چې د همدومره پنبې بيه تېر کال څه باندې ۱۲زره افغانۍ وه.

بزګر احمد شاه وايي: « سږکال د پنبې حاصلات ښه دي، کال ګرم وو او له همدې امله يې غوټۍ ښې وغوړېدې او حاصل يې زيات شو.»

یو بل بزګر  سيف الدين  بیا وايي:« ما  تېر کال پنبه نه وه کرلې،خو سږ کال چې ګورم د پنبې حاصل ښه دی، موږ بې ځايه شوو او په نوي ځای کې مې پر لږ ځمکه پنبه وکرله او حاصل يې زما له توقع سره سم دی.»

بلخ کې د پنبې يو شمېر سوداګر تمه لري،چې سږ کال به په شمال زون کې د پنبې حاصلات له شپېته زره ټنو څخه لوړ وي.

په شمال زون کې تر لاسه شوې پنبه پر کوردننه د کارېدو تر څنګ پاکستان، هند، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته هم صادرېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist