• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا کابل کې د قطر په سفارت کې یو ډیپلوماټيک مشورتي دفتر پرانیزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/14

د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو یوه هوکړه کړې، چې له مخې به یې په کابل کې د قطر په سفارت کې د امریکا یوه مشورتي څانګه پرانېستل شي او قطر به د واشنګټن د ډيپلوماټیکو اړیکو د خونديتوب مسوول وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي:« نن موږ دوه نوې هوکړې لاسلیک کوو، چې په  افغانستان کې زموږ د ګډو همکاریو په تړاو ده. لومړی هوکړه لیک دا دی، چې قطر به په افغانستان کې د امریکايي ګټو د خوندي کوونکي په توګه کار کوي او هغوی به په خپل سفارت کې د امریکا لپاره یو مشورتي دفتر پرانیزي. دغه راز  په افغانستان کې به یې د امریکايي ډیپلوماټانو امنیت هم پر غاړه وي.» 

د هوکړې اعلان مراسمو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ژمنه وکړه، چې د افغانانو د ژوند خوندیتوب او د افغانستان ثبات لپاره به د تېر په څېر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

الثاني زیاتوي:« په افغانستان کې اوس هم زموږ ډېر ګډ کار ته اړتیا ده او قطر دې ته ژمن دی، چې له امریکا سره په دې برخه کې ګډ کار وکړي. موږ دې ته ژمن یو، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره او د افغانانو ژوند او خوندیتوب لپاره د خپلې برخې مسوولیت ترسره کړو. ننني سټراټيژیک مذاکرات به زموږ ګډ مسوولیت نور هم روښانه کړي.» 

اخوا د سیاسي چارو شنوونکي بیا وايي، هر ډول خبرې اترې او مذاکرات، چې په سیاسي ډول یې افغانستان ته ګټه رسېږي باید دوام وکړي او اسلامي امارات هم په کې دخیل پاتې شي.

شنونکی  شیرحسن حسن وايي:« له امریکایانو سره خبرې ډېرې ګټورې دي. زموږ هېله دا ده، چې طالبان تر رسمیت پېژندنې پورې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره مذاکرات وکړي او هغه معظلات، چې د دواړو لورو ترمنځ دي، هغه له منځه ولاړ شي.» 

خو ځنې نور بیا په دې باور دي، چې په افغانستان کې د امریکا ډيپلوماټيکې څانګې پرانېستل ګته نه کوي، ترڅو طالبان د امریکا له لوري په ترویکا او نورو غونډو کې کړې غوښتنې ونه مني او عملي یې نه کړي.

شنونکی طارق فرهادي وايي:«دا چې قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو محافظ دی، دا یوه معمول خبره ده. سویس هم په ایران کې ورته دنده ترسره کوي، خو اړینه دا ده، چې پایلې به یې څه وي. پایله دا ده، چې تر هغې امریکا افغانستان پر رسمیت نه پېژني او نه هم ورسره نړیوالې مرستې کېږي، ترڅو چې په ترویکا کې شوې ژمنې د طالبانو له لوري عملي نه شي.»

واشنګټن وروسته له هغې په کابل کې خپل دفتر پرانیزي، چې تېره میاشت اروپايي ټولنې هم د خپلې سیاسي څانګې د پرانېستلو خبر ورکړ، چې دا د حاکم نظام د مشروعیت لور ته د مثبت ګام اخېستلو یو غوره زېری ګڼل کېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist