Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل چارواکي: د دای چوپان ولسوالۍ بازار بیا جوړوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/13

 د زابل ښاروال ملا عالم شاه مقبول وايي، د دای ‌چوپان ولسوالۍ د بازار بیا جوړولو لپاره یې کار پیل کړی او پلان لري،چې د بازار تر جوړولو وروسته روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم بېرته فعاله کړي.

مقبول زیاته کړه:«د زابل دای چوپان ولسوالۍ لپاره د ښاروالۍ نوی مدیر ټاکل شوی دی، د زابل د ښاروالۍ له لورې منل شوی هم دی. موږ په لومړۍ قدم کې یادې ولسوالۍ وران شوی بازار د بیا جوړولو لپاره کار پیل کړی دی، په دغه بازار کې به نژدې ۵۰۰ هټۍ د سلامي امارت له لورې جوړې شي.»

د زابل دای‌ چوپان هغه لیرې او وروسته پاتې ولسوالي ده،چې دوه لسیزو جګړې په‌ کې ستر ویجاړی په میراث پرېښی دی، د جګړو پرمهال د دې ولسوالۍ بازار بشپړ ویجاړ شوی او نږدې هر کور زیانمن شوی دی.

 ښار او ولسوالیو ته د دای ‌چوپان لارې هم تړل شوې وې او اوسېدونکي يې د ژوند د هر ډول اسانتیاوو څخه بې برخې وو. 

اخوا د دای ‌چوپان اوسېدونکي خوښ دي،چې ویجاړ شوی بازار یې بېرته ابادېږي او له مسوولینو غواړي،چې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه دې هم جوړ او بیا ودان کړي.

د دای چوپان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د دې بازار په جوړېدو سره به زموږ ټولې ستونزې حل شي. زموږ د ولسوالۍ ټولې تړل شوې لارې خلاصې شوې. موږ ډېر خوشاله یو،خو غوښتنه مو دا ده،چې زموږ د کلینیک او ښوونځیو غم دې هم وخوړل شي.»

د زابل دای چواپان ولسوالۍ وران شوی بازار داسې مهال بیا جوړېږي،چې د مسوولینو په خبره، یاده ولسوالي او مرکز کلات ښار کې ټولې غصب شوې،ځمکې به له غصب څخه خلاصې شي او اصلي مالکینو ته به وسپارل شي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist